د پاکستان راډيو په خپل يوه خبر کې ويلي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان په هرنايي کې د عملياتو پر مهال د بي اېل اې یا بلوڅ ازادۍ پوځ ۶ وسله وال وژلي دي.
په خبر کې راغلي، چې همدې ډلې د امنيتي ځواکونو او بې ګناه خلګو په وژلو کې لاس درلود.
جيونيوز هم د چهار شنبې په ورځ په ورته يوه خبره کې ويلي، چې پاکستاني ځواکونو په هرنايي کې دغه عمليات د دقیقو او پټو معلوماتو پر بنسټ کړي.
د دوی د معلوماتو له مخې، په وژل شويو بلوڅ بیلتونپالو کې «شفو سمالاني، چې مستعار نوم یې تادين، سرمدخان مشهور په دستين، محمد ګل مري مشهور په وحيد بلوڅ، غلام قادر مري مشهور په انجير بلوڅ، عبيد بلوڅ مهشور په فدا او تاج محمد مشهور په بابل» شامل دي.
جيونيوز د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له قوله لکی، چې عمليات یې بريالي و او د خپلو ځواکونو ستاينه یې کړې.
نقوي ويلي: «امنیتي ځواکونو په خپل وخت اقدام کولو سره ترهګر ختم کړل (موږ) د امنیتي ځواکونو زړورتیا ته سلام کوو.»
بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بيلتونپالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ناامنۍ او جګړو شاهد وي.
بلوڅ بيلتونپال د خپلواکۍ غوښتنه کوي او د پاکستان حکومت يې پر وړاندي وسلواله مبارزه کوي.