په تخار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې خبریالانو ته امر کړی، چې فلم او عکسونه دې نه اخلي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه حکم په دې وروستيو کې په تخار کې د طالبانو د امر بالمعروف رياست له خوا صادر شوى دى.
په تخار کې سیمه ییزو خبریالانو د افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یادو محدودیتونو راپور ورکول ستونزمن کړي دي.
طالبانو هم په دې وروستیو کې په سیمه ییزو رسنیو کې د سیاسي خپرونو په ژوندي ډول خپرولو بندیز ولګاوه او رسنیو ته یې خبرداری ورکړ، چې د که له دې حکم څخه سرغړونه وکړي؛ نو د رسنیو له کارکوونکو سره به قانوني چلند وکړي.
تر دې وړاندې د کندهار والي ملا شیرین هم دولتي ادارو او د دغه ولایت اوسېدونکو ته امر کړی و، چې د ژوندیو موجوداتو له عکسونو او ویډیوګانو دې ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو په کندهار کې د کندهار د ملي تلویزون پر خپرونو هم بندیز لګولی دی.