د طالبانو د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې ۲۰۷ قول اردو د لسمې لوا مسوولینو د ایران له سرحدي مسوولینو سره د نشهيي توکو د قاچاقو د مخنیوي او د سرحدونو د ساتنې په موخه د همغږۍ ناسته کړې ده.
د طالبانو دفاع وزارت وایي، دغه ناسته تېره ورځ ترسره شوې، چې د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي، سرحدونو ساتنې او د سرحدي نښو د رنګولو او جوړولو په اړه خبرې اترې شوې دي.
دغه خبرې په داسې حال کې شوې، چې په تېرو درېیو کالو کې پر پوله د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ څو ځله نښتې هم شوې دي.
همدارنګه طالب استازو او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ په داسې حال کې د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې کړې، چې طالبان په افغانستان کې د نشهیي توکو د تولید کچه او قاچاق نږدې صفر ګڼي.
خو ایراني چارواکو د طالبانو د دغې ډلې ادعاوې په ځلونو ردې کړې او وايي، چې اوس هم په افغانستان کې په لوړه کچه کوکنار کرل کېږي او له پروسس وروسته ترېنه صنعتي شوي نشهیي توکي لکه ښېښه تولیدېږي او په ډېره اندازه ایران ته قاچاقېږي، چې څو ځلې د دغو توکو د نیولو خبرونه هم رسنیز شوي دي.