د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، ۱۴ تنه افغانان چې د پېښور په زندان کې بندیان وو، له بنده ازاد او هېواد ته ستانه شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د دوشنبې په ورځ ۱۴ تنه هغه افغانان چې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله بندیان شوي وو، تېره ورځ له زندانه خوشې او د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شول.
په خبرپاڼه کې د ننګرهار لایت د تورخم د سرحدي امریت له قوله لیکل شوي، چې یاد افغانان له پنځلس ورځو څخه تر درې میاشتو د پېښور په زندان کې بندیان وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه افغانان د انټرپول پولیسو له لوري خوشې شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان په مرسته افغانستان ته انتقال شوي دي.
د پېښور له زندانه په ازادو شویو افغانانو کې د پنځو تنو عمرونه له ۱۸ کلونو کم ښودل شوي او وايي، دغه پنځه تنه د “اېچ اې ار او” موسسې ته ورپېژندل شوي دي.
له دې وړاندې هم د پاکستان د سند او بلوچستان ایالت له زندانونو څخه هغه افغانان ازاد کړل شوي، چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بندیان شوي وو.