د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې، افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون ته په پام سره د ښځو او نجونو د حقونو ساتنې ته ژمن دی او دا ژمنه به پر طالبانو هم تطبیقېږي.
هغه خبر پاڼه چې د چهار شنبې په ورځ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې په کې راغلي، چې طالبان غواړي د ښځو غږ خاموشه کړي او د ژوند له ډېرو برخو څخه یې لرې ساتلې دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې جرمني، کاناډا، هالنډ او اسټرالیا د ښځو پر وړاندې د دغو جنایتونو پر وړاندې به مبارزه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد هېوادونه به له خپلو ملګرو سره په ګډه د اسلامي هېوادونو په همکارۍ طالبان دې اړ کړي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي:« د ښځو د حقونو د کنوانسیون له امکاناتو څخه په استفادې سره به د افغانستان نننی وضعیت بدل نه کړي؛ خو دا د افغانستان ښځو ته نوې هیلې وربخښي.»
په یاده خبرپاڼه کې د افغانستان ښځو ته په خطاب کې ویل شوي، چې موږ تاسو وینو، موږ تاسو اورو. موږ ستاسو لپاره خبرې کوو او اوس یې چې ستاسو غږونه غلي کړي موږ ستاسو پر ځای غږېږو.
دغه هېوادونه د کنوانسیون د تګلارو سره سم د طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه کوي او دا خبرداری هم ورکوي، چې «که په ټاکلې موده کې دوی کومې پایلې ته و نه رسېدل؛ نو نړۍوالې محکمې ته به مراجعه وکړي.»