د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې د څه باندې ۲۰ هېوادونو له خوا په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو طرحه قانوني وبلله.
دغه سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي؛ دغه طرحه یوازینۍ لار ده، چې طالبان د ښځو پروړاندې د سیستماتیک تبعیضي چلند په اړه ځواب ویلو ته اړ کوي.
یاد سازمان تر هغه وروسته له دې طرحې ملاتړ اعلان کړ، چې د نړۍ څه باندې ۲۰ هېوادونو د پنجشنبې په ورځ په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو د طرحې ملاتړ وکړ.
د اسوشېتېډ پرس د راپور له مخې، دغو هېوادونو ویلي چې له سیاسي نظره طالبان د افغانستان د قانوني رهبرانو په توګه په رسمیت نه پېژني.
په دې وروستیو کې د المان، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت بدلون ونه کړي، له طالبانو به په نړیواله محکمه کې شکایت وکړي.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټه وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه د درېیو کلونو په تېرېدو سره دغې ډلې مرحله په مرحله ښځې او نجونې د فشارونو له امله کور ناستې کړي او هغوی یې مجبوره کړي، چې خپلې دندې پرېږدي او عامو ځایونو ته یې هم لاسرسی محدود کړی دی.
دغه سازمان په باور لري، چې د ښځو پروړاندې د شته تبعیضونو په اړه به جدي مبارزه وشي او د طالبانو د محاکمې لپاره د نړۍوالې ټولنې د هر ډول اقدام ملاتړ کوي.