د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» شپږمه غونډه په راتلونکې میاشت کې جوړېږي

AP ۱۴۰۳ تله ۵

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه به د روان کال په اکټوبر میاشت کې جوړه شي.
اندري رودینکو وویل، چې په دې غونډه کې به طالبان هم راوبلل شي.

د مسکو فارمټ مخکینۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه په کازان کې جوړه شوې وه.
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې کره نېټه لا نه ده اعلان شوې.
خو ریانوستي د اندرې رودینکو په حواله په خپل راپور کې ویلي، چې دغه غونډه به د اکټوبر په میاشت کې په مسکو کې جوړه شي او روسیه به طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژېرنوف د وږي په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کې له امیرخان متقي سره ولیدل او د دې ډلې استازو ته یې د مسکو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه وکړه.
د مسکو فارمت مخکینۍ غونډه په کازان کې تر سره شوه، چې په کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او طالبانو استازو ګډون کړی وو.
له یادو هېوادونو څخه یوه یې هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دغې ډلې سره نږدې ډیپلوماټیک اړیکي پالي.

نور خبرونه

رادیو