افچین چینايي شرکت د امو سیند حوزه کې د نفتو د ۱۸ نویو څاګانو کیندلو کار پیل کړی دی.
د طالبانو حکومت اړوند رسنۍ وایي، دغه څاګانې په قشغري، سرپل اغادریه اود جوزجان په زمردسي کې موقعیت لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د يکشنبې په ورځ (د لړم ۲۷ مه) د افچين شرکت د مسوولانو په حواله لیکلي، چې دغه شرکت د امو سیند په نفتي حوزه کې د تيلو د څاګانو کيندلو کار پيل کړى دى.
د افچین شرکت د عامه اړیکو مسوول امرالدین علیزي ويلي، چې د نویو څاګانو کیندلو چارې به په ۲۰۲۵ کال کې بشپړې شي.
هغه زياته کړه، چې د دغو څاګانو په کيندلو سره به د نفتو په استخراج کې د پام وړ زياتوالى راشي.
طالب چارواکي ادعا کوي، چې د نویو څاګانو کیندل به طالبانو ته شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر عاید ولري.
طالبان، چې د نړیوالې ټولنې له سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دي، په تېرو دریو کلونو کې هڅه کوي له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د افغانستان د کانونو د استخراج د قراردادونو له لارې خپل داخلي عواید زیات کړي.
خو د طالبانو تر واک لاندې د طبيعي زېرمو د روڼتيا او مديريت په اړه ډېري اندېښنې دي او له دغو کانونو څخه د افغانانو د واقعي ګټې په اړه ډېرې پوښتنې شته.
له دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم ویلي و چې د کانونو اوسنی استخراج نړیوال مشروعیت نه لري.