د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي امریکا او ناټو له افغانستان سره مرستې او تعامل ته وهڅول.
ستانکزی وايي، «د نړيوالو اصولو، ډيپلوماسۍ او دوحې د هوکړې له مخې دا د هغوی مسووليت دی، چې افغانستان سره مرستې او تعامل ته را ودانګي څو د دوی وېجاړۍ بېرته جوړې شي».
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي دا څرګندونې نن «د لړم۲۷مه» په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د افغانستان د غوره نوښتونو د دویم ملي نندارتون پرانېستغونډه کې وکړې.
ستانکزي زیاته کړې: «هغوی چې شل کاله د بمباريو او چاپو له کبله افغانستان وران کړ، د نړيوالو اصولو، ډيپلوماسۍ او دوحې د هوکړې له مخې دا د هغوی مسووليت دی، چې له افغانستان سره مرستې او تعامل ته را ودانګي، څو د دوی له لوري رامنځته شوې وېجاړۍ بېرته جوړې شي».
د ستانکزي اشاره په نامستقیم ډول متحده ایالتونو او ناټو ته ده.
عباس ستانکزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تر دې دمه د طالبانو حکومت هېڅ یو هېواد په رسمیت نه پېژني.
عباس ستانکزي د وینا په یو بله برخه کې وویل، چې «افغانانو د اشغال پر وړاندې د مسلحانه جهاد بريا خپله کړې او اوس يو بل ستر مسووليت ور په غاړه دی، چې بايد د علم او پوهې په مرسته افغانستان په خپلو پښو ودروي او د نورو له احتیاج څخه يې خلاص کړي.»
طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګام پر ګام د نجونو پر عصري زدکړو بندیز لګولی خو مدرسې یې ورځ تر بلې زیاتوي.
دغه طالب چارواکي د ځینو نورو طالب چارواکو برعکس چې نومهالې زدکړې مباح ګڼي، په ځلونو د افغان نجونو د زدکړو په ملاتړ ټينګار کړی.