اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د افغان ښځو د حقونو په ملاتړ غونډه وکړه

AP ۱۴۰۳ تله ۴

د اروپايي ټولنې پلاوي او د ملګرو ملتونو د ښځو استازو د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه د عمومي ناستې په څنډه کې غونډه وکړه.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سیستماتیک تبعیض او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه خبرې وشوې.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د لومړۍ ورځې په څنډه کې وشوه.

په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې عادله راز چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غونډې موخه په افغانستان کې د ښځو وضعیت څېړل او دا چې نړۍواله ټولنه څه ډول د هغو فعالو ښځو له حقونو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او روغتيا په برخو کې ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې د پلاوي او د ملګرو ملتونو د ښځو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د افغان ښځو حقونه د پام وړ کم شوي د زده کړو، کارموندنې او عامه ژوند ته د هغوی پر لاسرسي یې ناوړه اغېزې کړې دي.

د دې غونډې یو هدف په افغانستان کې د ښځو د حقونو کړکېچ ته د نړۍوالې ټولنې پام اړول وو.

د غونډې له پیل مخکې د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ښځو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت مخ په خرابېدو دی، دا غونډه د نړۍوالې ټولنې د هڅو په اړه د معنا لرونکو خبرو اترو لپاره زمینه برابروي او مخکې له دې چې د دوی حقونه وړاندې کړي.»

د اروپايي ټولنې او د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه د مجلسونو په پرېکړو کې باید د افغان ښځو نظر په پام کې ونیول شي.

دواړو بنسټونو د افغان ښځو او نجونو لپاره پر دوامداره مرستو هم ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ښځو په اړه په ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ، چې دی به هیڅکله اجازه ورنه کړي، چې د طالبانو محدودیتونه نورمال شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د جبر او جنسي تبعیض له ژور بحران سره مخ دي.

نوموړي د طالبانو امربالمعروف قانون ته په اشارې سره وويل، چې طالبانو په دغه نوي قانون سره له عامه ډګر څخه د ښځو د ايستلو لړۍ رسمي کړې ده.

نور خبرونه

رادیو