په برېتانیا کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر زلمي رسول ویلي، چې په لندن کې د افغانستان سفارت د سپټمبر په ۲۷مه په رسمي توګه تړل کیږي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا پرېکړه د کوربه هېواد د غوښتنې پر بنسټ شوې ده.
دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه، چې طالبانو غوښتل په یاد هېواد کې د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپارل شي؛ خو په لندن کې د افغانستان سفارت ډېپلوماتانو دا خبره و نه منله.
طالبانو په ځلونو په یاد سفارت کې د پخواني حکومت له سفیر او ډېپلوماتانو سره د تعامل هڅه وکړه؛ خو دغه هڅې بې پایلې پاتې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې د برېتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان د سفارت د تړلو پرېکړه کړې ده.
د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت په يوه رسمي ليک کې په دغه هېواد کې د افغانستان سفير زلمي رسول ته د دې پرېکړې په اړه معلومات ورکړي دي.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې؛ افغان سفیر د جمعې په ورځ (د وږي ۱۶مه) د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی و او ترې غوښتل شوي وو، چې د سپټمبر په ۲۷مه (د تلې په ۶مه) دې د افغانستان د سفارت دروازه وتړي.
د یادولو ده، چې طالبانو دوه میاشتې مخکې د لندن په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان ډېریو سیاسي استازولیو چارې بې اعتباره اعلان کړې دي.