جاپان سفارت له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه او پراختیا کې ښځو ته ونډه ورکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

کابل کې د جاپان سفارت مرستیال، تاکایا تنیماټو د هرات له والي نورمحمد اسلام‌جار سره په خبرو کې ویلي چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه او سیمه ییزه پراختیا کې ښځو ته ونډه ورکړي.

طالبانو په خپله واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر ز‌ده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګولي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت نن جمعه د (وږي نهمه) په ایکس پاڼه د دغه سفارت د مرستیال، تاکایا تنیماټو او د هرات لپاره د طالبانو د والي نورمحمد اسلام‌جار د لیدنې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د جاپان دغه ډیپلوماټ د طالبانو له والي سره د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو او سیمه ییزه پراختیا کې ښځو ته د ونډې په ورکولو ټينګار کړی.

طالبانو بیا ویلي چې دواړو لوریود جاپان د مرستو او هرات د سیمه ییزې سوداګرۍ پر مرکز د بدلېدو په اړه خبرې کړې دي.

درې ورځې مخکې هم په کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د امربالمعروف د نوي قانون له لارې پرله‌پسې بندیزونو د لګولو له امله اندېښنه څرګنده کړې وه.

دغه سفارت وړاندې لیکلي و، چې دوی به د نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ کی د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د زده‌کړو، کارموندنې او د ګرځېدلو د ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو او نجونو غږ واوري.

د طالبانو د امربالمعروف د دغه قانون له مخې، په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه‌وو سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی. او د ښځې غږ او لوڅ مخ یې عورت بللی.

دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو