هېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون، د افغان ښځو له حقونو سره د امریکا او د هغې د ملګرو خیانت په ګوته کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکا په وتلو سره د افغان ښځو شل کلن پرمختګ له منځه تللی او دوی له ټولنیز ژوند څخه اېستل شوې دي.
د امریکا هېل ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د پوهنې برخې د حقونو فعالې پرستو حکیم له خولې لیکلي چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې چې څه پېښ شوي د ښځو په وړاندې د جنسیتي توپیر یوه بیلګه ده.
دغې رسنۍ د مېرمن حکيم له خولې دا هم ليکلي، چې ښايي د نجونو پر زده کړو د طالبانو بنديزونه تر لومړنيو ښوونځيو هم وغځول شي.
د ښوونې او روزنې د حقونو فعالې وویل چې افغانې مېرمنې بیا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر د جنسیتي توپیر تر ټولو ناوړه بڼه تجربه کوي.
په همدې حال کې هېل ورځپاڼې د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې د مشرې هېدر بار له قوله ویلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو څه باندې ۱۰۰۰ ورځې وروسته افغان نجونو د وضعیت د بدلون هیله له لاسه ورکړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند او د انسان پر رواني روغتیا یې اغېزه تر ټولو سخت زیان دی چې افغانې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
هیدر بار زیاتوي چې افغان مېرمنې له فشارونو او بندیزونو سره سره د طالبانو سره مبارزې او مخالفت ته دوام ورکوي.
هېل ورځپاڼه د طالبانو د امربالمعروف پر قانون او د دغه قانون له مخې پر رامنځته شویو بندیزونو نیوکه کوي، چې له دې مخکې هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو، هېوادونو او مشهورو کورنیو او بهرنیو شخصیتونو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون پر ضد د نړۍوالو اعتراضونو غوښتنه وکړه.
اغلې کلېنټن دغه قانون له«کرکې ډک» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون د «احمقانه بنسټپالنې» پایله ده.