افغانې پاراتکواندوکارې ذکیه خدادادي چې د پنجشنبې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه، ډېریو افغانانو او پخوانیو چارواکو پرې خوښي وښوده.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې د ذکیه خدادي دغې بریا وښوده، چې له وطن سره مینه یې حد نه لري.
نوموړي په خپل اېکس کې طالبانو ته په اشارې سره لیکلي: «ان که مو نجونې له وطن څخه هم بې کوره کړې، خو د خپل وطن لپاره ویاړونه راوړي.»
ښاغلی نبیل زیاتوي، چې دغه مډال د مقاومت نښه ده او د یوې کډوالې په زړه کې د افغانستان پر وړاندې بې سارې مینه ښيي.
له دې سره، د افغانستان د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د ذکیه خدادادي پر بریا خوښي ښودلې.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د دې سترې بریا مبارکي د وطن زړورې لور او ټولو هېوادوالو وایم او په چارو کې ورته بریا غواړم.»
اخوا د اسلامي جمعيت ګوند یوه مشر عطا محمد نور هم د خدادادي د بریا په اړه لیکلي، «په داسې حال کې چې افغان ښځې د طالبانو له خوا له ټولو انساني حقوقو محرومې شوې دي د ذکیه خدادادي بریا ددې ښکارندویي کوي، چې افغانې ښځې د سیالیو په نړۍوالو ډګرونو کې د اتلولۍ او بریا وړتیا لري.»
نوموړي هم په خپل اېکس کې دا بریا ستره بریا وبلله او د هیواد د ټولو مېرمنو په ګډون یې د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړې.
ذکیه خدادادي د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ افغانه لوبغاړې ده، چې د پارالمپیک په سیالیو کې یې مډال وګاټه.
تر هغې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په پارالمپیک کې مډال نه دی ګټلی.
اغلې خدادادي د پنجشنبې په ورځ خپلو کیوبايي او ترکي سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې د هغې مراکشي سیال د ټپي کېدو له امله له سیالۍ ووتله او ذکیه خدادادي د برونزو مډال ترلاسه کړ.