د طالبانو دفاع وزارت یوه چارواکي ويلي چې، غواړي له روسیې ځینې دفاعي تجهیزات وپیري

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د طالبانو دفاع وزارت د لوژسټیک برخې مشر له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې غواړي له روسیې ځینې دفاعي تجهیزات وپیري.

عبدالبصیر صابري ویلي، دا مهال د افغانستان پر هوایي حریم د مهارولو او پولو د دفاع لپاره دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

‏ د طالبانو دفاع وزارت د لوژسټیک برخې مشر عبدالبصیر صابري تېره ورځ د (وږي اتمه) له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دغه ډله غواړي له روسیې څخه ځینې دفاعي تجهیزات وپیري. چې په دې سره به د افغانستان هوایي حریم په بشپړ ډول مهار کړي او د پولو د دفاع لپاره به یې د دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا هم بشپړه شي.

هغه ټاس اژانس ته ويلي، چې د طالبانو حکومت په کافي اندازه ځمکني دفاعي توکي لري خو د هوايي حریم او پولو د دفاع لپاره بشپړ پوځي تجهیزات نه لري.

‏د طالبانو دفاع وزارت دغه چارواکي په مرکه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې «هیڅ امریکایي سرتېری نه شته او په خبره یې، له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې په ځینو برخو کې د امنیت ټینګښت لپاره کاروي.»

‏ عبدالبصیر صابري د دغې مرکې پر مهال له افغانستان سره د روسیې همکاري ستایلې او ویلي یې دي چې افغانستان او روسیه باید د یو او بل ملاتړ وکړي.

د درېیو کلونو په تېرېدو روسیې هم د نورو هیوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له دغې ډلې سره تودې اړیکې ساتي.

د طالبانو د دفاع وزارت د لوژستیک برخې مشر زیاته کړه: «موږ له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لرو، موږ چمتو یو چې په نړيواله کچه له هر چا سره خبرې وکړو او ملګري و اوسو.‏»

امریکا د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي خبرو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېرو شلو کلو کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له روسیې پاتې شوې وسلې له منځه وړلې او اوس په افغانستان کې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو کارونه ډیره ده.

نور خبرونه

رادیو