واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې طالبان په افغان ټولنه کې د ښځو د غږ په غلي کولو او د هغوی له حقونو په بې برخې کولو سره د جنسیتي توپیر په ځواکمنېدو لګیا دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان د «ښځو د ځپلو په یو ډول ناروغۍ اخته دي.»
واشنګټن پوسټ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ سره مخامخ دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان افغانستان ځکه ورانوي، چې په زدهکړو او سوداګرۍ کې د ښځو نشتوالی د دوی د حقونو تر پښو لاندې کولو ترڅنګ د افغانستان کړکېچن اقتصاد ته هم زیان رسوي.
په دغه مطلب کې د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» په۱۱۴ مخیز قانون کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په اړه خبرې شوې دي.
د طالبانو دغه قانون، چې د روان کال د زمري په ۳۱ مه خپور شو، د ښځو غږ «عورت» بللی او له پردیو نارینه وو سره د ښځو په خبرو او له محرم پرته ورسره د سفر کولو په ګډون یې نور بندیزونه لګولي دي.
په مقاله کې راغلي چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، ځینو ډیپلوماټانو فکر کاوه چې طالبان به د ۱۹۹۰ لسیزې سختې تګلارې د رسمیت پیژندلو د اړتیا له امله پریږدي، خو اوس داسې ښکاري چې دا انګیرنې «بې معنا» دي.
واشنګټن پوسټ لیکي چې اوسني طالبان کټ مټ د پخوانیو طالبانو په شان انسان ځپونکي دي.
دې ورځپاڼې له حکومتونو غوښتي چې له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو پر مهال دې ښځې په خپلو پلاويو کې ورګډې کړي او په دوامداره توګه د ښځو له حقونو دفاع وکړي.
ورځپاڼې د نړۍوالو مرستو غوښتنه هم کړې، چې افغان ښځو او نجونو ته دې واستول شي. واشنګټن پوسټ د ښځو پر وړاندې د سختو قوانینو د توشیح کولو له امله د طالبانو پر مشرانو د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې.
دغې امریکايي ورځپاڼې لیکلي: «ماګنیتسکي قانون په متحده ایالاتو کې د دې لپاره رامینځته شوی چې هغه کسان په نښه کړي چې د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي. امریکا ولې پر هغو طالب مشرانو نور بندیزونه نه لګوي چې دومره سخت قوانین یې وضع کړي دي؟»