د حبيب الله په نوم يو افغان چې نهه مياشتي يې د طالب استخباراتو په زندان کې تر شکنجو لاندي ترې کړې او وروسته د دغه ډلې د محکمې له لورې بې ګناه ثابت شوی، د طالبانو څخه نوموړي ته د اوښتي زيان غرامت غواړي.
نوموړي وایي، چې زخمي پښه يې تداوي غواړي، چې باید طالبان يې تاوان ورکړي.
د کابل د کارته پروان سیمې دغه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ويلي، چې ۱۶ مياشتي مخکې طالب استخباراتو د کابل په ښار کې د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نهه مياشتې زنداني کړ.
حبيب الله وايي، چې د طالبانو په زندان کې يې د وهلو او شکنجو په زور اقرار کړی او ۹ مياشتي وروسته د «طالبانو محکمې بې ګناه ثابت» کړی.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: « د وهلو او شکنجو په زور يې اقرار راڅخه واخیست، چې د مقاومت جبهې مالي مسوول يې او څو ځله پنجشير ته هم تللی يې ۲۰ ميله وسله يې راباندي وتړله او دوسيه یې رسمي کړه، په وهلو کې يې چپه پښه څو ځايه را ماته کړه.»
حبيب الله زياتوي، چې ۷ میاشتي مخکې له زندانه خوشي شوی او طالب استخباراتو ورسره د درملنې ژمنه کړې.
نوموړي خپل اسنادونه هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته لېږلي او زياتوي، چې پښه يې دوه ځله عمليات کړې؛ لا هم درملنه غواړي.
هغه وايي، چې طالبان اوس د درملنې همکاري نه ورسره کوي.
حبيب الله له طالبانو وغوښتل، چې د ټپي بدن د تداوۍ لپاره دې غرامت ورکړي.
نوموړي تر نيول کېدو وړاندي د کابل په ښار کې د ساختماني موادو کارخانه کې کار کاوه، د هغه په خبره، چې له هېڅ وسله والو کسانو او ډلو سره يې اړيکه نه درلوده.
ځينو نورو سرچينو هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې د داعش او مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور ډېر شمېر کسان زنداني دي، چې زيات مهال د دغه ډلې سختي شکنجې هم تېروي.