صالح: پاکستان د ټي ټي پي د بریدونو قرباني نه دی، ځکه دا ډله دوی خپله جوړه کړې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي د وروستیو څرګندونو په غبرګون وویل، چې پاکستان د ټي ټي پي د بریدونو قرباني نه دی؛ ځکه دا ډله دوی پخپله رامنځته کړې ده.

امرالله صالح په خپل اېکس کې لیکلي، چې پاکستان د خپلو ګټو او د طالبانو د بدیل لپاره ټي ټي پي ډله رامنځته کړې ده.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم پرمختللو وسلو ته د ټي ټي پي په لاسرسي اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي ویلي، چې د پاکستان تحریک طالبان چې په افغانستان کې خونډي پټنځایونه لري، په پاکستان کې خونړي بریدونه کوي.
خو ښاغلی صالح د منیر اکرم دغه څرګندونې ردوي او وایي، چې کولی شي نوموړی دا ثابت کړي، چې د پاکستان پوځ ټي ټي پي ډله رامنځته کړې او د شلو نورو ترهګرو ډلو ملاتړ هم کوي.
د نوموړي په خبره؛ پاکستان له دغو ترهګرو ډلو په استفادې سره په پښتون مېشتو سیمو کې هدفي وژنې کوي.
ښاغلی صالح وایي: "که کومه نړۍواله اداره جوړه شي؛ نو د پاکستان پوځ او ای ایس ای به د ترهګرو په ملاتړ محکوم شي."
د امرالله صالح په خبره، پاکستان تل هڅه کړې، چې دغه هېواد لویدیځوالو ته د یوه قرباني په توګه معرفي کړي.
منیر اکرم د ملګرو ملتونو په څلورم کنفرانس کې د کوچنیو او سپکو وسلو په برخه کې د دغه سازمان په ناسته کې وویل؛ په دې اړه باید څېړنه وشي، چې ترهګرې ډلې او جنایتکاره سازمانونه څنګه پرمختللو وسلو ته لاسرسی پېدا کوي.
پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته پناه ورکوي؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.
پاکستاني چارواکو ویلي، که طالبان د ټي ټي پي د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام ونه کړي، دوی به په خپله اقدام وکړي. پاکستان په وار وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

نور خبرونه

رادیو