په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي: د ټي ټي پي پرمختللو وسلو ته لاسرسی اندېښمنوونکی دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم وايي، چې اسلام اباد د پاکستان تحریک طالبان د پرمختللو وسلو په تر لاسه کولو اندېښمن دی.

هغه وویل، چې د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې د خپلو خوندي ځایونو څخه په استفادې په پاکستان کې وژونکي بریدونه کوي.

منير اکرم دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په څلورم کنفرانس کې د کوچنیو او سپکو وسلو په برخه کې د دغه سازمان د عمل پلان د تر سره کولو لپاره وکړې.

په ۲۰۰۱ کې د ملګرو ملتونو د عمل پروګرام د وړو او سپکو وسلو د ناقانونه سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره یو چوکاټ چمتو کړ.

د پاکستان استازي په دې ناسته کې وويل، چې ترهګر او مجرمین دغه وسلې نه توليدوي بلکې له ناقانونه بازارونو او يا له هغو ادارو څخه ترلاسه کوي، چې د يوې سيمې او هېواد د بې ثباته کولو په لټه کې دي.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او د پخواني افغان پوځ جنګي تجهیزات د افغانستان په ځینو برخو کې پېرل او پلورل کېږي او پاکستان ته قاچاق کېږي.

اکرم زیاته کړه، چې په دې اړه څېړنه اړینه ده، چې ترهګرې ډلې او جنایتکاره سازمانونه څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې ټول هېوادونه او ملګري ملتونه باید د دغو وسلو د غیر قانوني سوداګرۍ، لېږد او انتقال د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته پناه ورکوي؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، که طالبان د ټي ټي پي د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام ونه کړي، دوی به په خپله اقدام وکړي. پاکستان په وار وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر په یوه مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو سره د پاکستان اړیکې د تصور خلاف خرابي دي.

نور خبرونه

رادیو