راپورونه وايي، چې یو څه زورورې زلزلې نن چهارشنبه سهار د غبرکولي ۳۰مه د ایران، افغانستان او پاکستان ځینې سیمې لړزولې چې د سر او مال د زیانونو په اړه یې لا معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د دغو زلزلو شدت په ایران کې ۴.۵ او افغانستان کې ۴.۸ ښودل شوی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ۴.۵ درجې په کچه زلزلې نن سهار د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې ځینې سیمې لړزولي چې لا د زیانونو په اړه یې معلومات نه شته.
دا رنګه د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي چې ویل کیږي د دغې زلزلې مرکز د لغمان ولایت مرکز د مهترلام ښار و.
له کابل، پکتیا او ننګرهار څخه یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د زلزلې ټکانونه یې محسوس کړي او معلومات نه لري چې په دغې زلزلې کې د سر او مال زیان اوښتی او کنه.
ځینو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې د دغه هیواد پلازمېنې اسلام اباد او پېښور کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي، خو وايي ډیره زوروره نه وه.
تر اوسه پورې په دغو درېیو هیوادونو کې د زلزلې د زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي خو ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې په ایران کې زلزلې څلور کسان مړه کړي.
خپلواکو سرچینو لا دغه شمېرې نه کره کړې.