د پاکستان ریل پټلۍ وزارت وايي، چې چین د دغه هېواد د اورګاډي ټرانسپورټ د پیاوړتیا لپاره راتلونکی مالي کال ۸۲۰ ډبې یا واګونونه ور کوي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین دې ملاتړ سره به د پاکستان پټلۍ لا نوې او ډېره په نړۍوالو معیارونو برابره شي.
د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې؛ دا ۸۲۰ ډبې یا واګونونه د راتلونکي مالي کال تر پایه اسلام اباد ته سپارل کېږی.
پاکستان کې مالي کال له یو جون تر بل جون پورې وي او دا ډبې به هم نږدې یو نیم کال کې پاکستان ته وسپارل شي.
د پاکستان پټلۍ اداره تر ډېره په خپلو چارو کې ناکامه بلل کېږي او لامل یې هم د اورګاډي سپرلۍ ته د معیاري خدمتونه نه برابرول په ګوته کېږي.
د دې ادارې چارواکي هیله من دي، چې د چین دې نوې مرستې سره به د دوی خدمتونو کې ښه والی راشي او عاید به یې ور سره ښه شي.