پاکستاني رسنیو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف هغه ویډیو خپره کړې، چې پکې نوموړی د سختې ګرمۍ او برېښنا د کمښت له امله د سیالکوټ په یوې لویې ویالې کې له عامو خلکو سره لمبا کوي.
که څه هم په پاکستان کې د برېښنا د کمښت مساله په ګرمیو کې زیاتیږي؛ خو جیونیوز راپور ورکړی، چې د سختې ګرمۍ له امله د اختر په ورځو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم مجبور شوی، چې د سیالکوټ په موتره لویې ویالې کې ولامبي.
په ویډیو کې ښکاري، چې خواجه اصف او ګڼ شمېر نور پاکستانیان د دغه نهر له پله څخه اوبو ته ټوپ وهي او لامبو پرې کوي.
د نوموړي دغه کار په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له توندو نیوکو او مسخرې سره مخ شوی او دا یې د پاکستان د حکومت بې کفایتي ښودلې ده.
په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو او چارواکو په دغه صوبې کې د برېښنا له کمښته شکایت کړی او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستان د نورو صوبو په پرتله په خیبرپښتونخوا کې د برېښنا کمښت زیات شوی دی.