سرچینې: د ټي ټي پي له اختریز اوربند سره سره په قبایلي سیمو کې پنځه تنه په ګولیو وژل شوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

ځايي سرچینې وايي، د تحریک طالبان پاکستان د اختر درې ورځني اوربند له یوې ورځې په تېرېدو په قبایلي سیمو کې د پنځو تنو په ګولیو لګېدلي مړي موندل شوي.
واڼه، ډېره اسماعیل خان او میرعلي کې پنځه تنه نا څرګندو وسله والو په ډزو وژلي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځايي سرچینو نن سه شنبه د (غبرګولي ۲۹مه) د ټیلیفون په لیکه ویلي، چې تېره ورځ د سوېلي وزیرستان د واڼه په همرنګ سیمه کې د دین سعید په نوم د جومات یو امام ناڅرګندو وسله والو هغه مهال په ډزو وواژه چې د اختر لمانځه ته پر لاره روان و.
سرچینې زیاتوي چې، تېره ورځ د شمالي وزیرستان د میرعلي په هرمز سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو له لوري درې تنه کلیوال تښتول شوي وو، چې نن سهار یې په ګولیو لګېدلي مړي په دغې سیمه کې موندل شوي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته د رسېدلو معلوماتوي له مخې د ډېره اسماعیل خان په صدر پولیس سټیشن سیمه کې دخپ یوه کس په ګولیو لګېدلی مړی موندل شوی، ځايي پولیسو ویلي چې دغه مړی یې د څېړنو لپاره یوه ځايي روغتون ته لیږدولی.
تر اوسه پورې د دغو ټولو وژنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په یادو سیمو کې د ټي ټي پي وسله واله ډله فعالیت کوي چې د اختر درې ورځې یې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره ډزبندي کړې ده.
په سیمه کې ځايي خبریال او د حالاتو څارونکی لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په خیبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول شمالي او سوېلي وزیرستان کې په دې وروستیو کې هدفي او مرموزو وژنو زور اخیستی.
هغه وايي، «مخ پټي وسله وال د پخوا په څېر راځي له کلیو خلک له ځان سره وړي او بیا یې وژني، هیڅوک نشته چې پوښتنه ویې کړي د دغو خلکو ګناه څه ده او ولې یې وژنئ؟»
د خیبرپښتونخوا ایالت په بېلابیلو سیمو کې د پاکستاني پوځ او وسله والو تر منځ مخامخ جګړو، د سړک غاړې ماین چاودنو، ډرون بریدونو، هدفي او مرموزو وژنو د سیمې خلک اندېښمن کړي او وېره لري چې یو ځل بیا د دوی سیمې د وسله والو ډلو لاسونو ته لویږي او ورځ تر بلې یې د ناامنۍ پېښې زیاتیږي.

نور خبرونه

رادیو