پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، ټاکل شوې چې د لوی اختر او محرم په میاشت کې به پېښور ته د هغو افغان وګړو د ورتګ مخه ونیول شي چې د سفر لپاره قانوني اسناد نه لري.
په راپور کې د پېښور د پوليسو مشر قاسم علي خان له قوله ویل شوي، چې د لوى اختر او محرم (عاشورا) په مناسبت به ښار ته د بې اسناده افغانانو د ننوتلو مخه ونيول شي.
قاسم علي خان ويلي، چې د حساسو سیمو او عبادت ځايونو د امنيت د ټینګښت لپاره پلټنې به يو ځل بيا پیل شي او په لارو سړکونو به هم د جرمونو د کنټرول لپاره عملي ګامونه پورته کړل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اختر او محرم په ورځو کې به ځانګړې امنیتي تابیاوې ونیول شي.
جیونیوز پنځه ورځې وړاندې هم په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ شکمن بانکي حسابونه هم څېړل شوي دي.
راپور کاږي، چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کېږي.