د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې د اسانتیا برابرولو لپاره له طالب چارواکو سره خبرې کوي.
ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي چې دې خبرو کې سوداګریزو ګاډو، موټروانانو او د دوی اړوند مرستندویانو ته له دواړو لورو اسانتیاوې برابرول شامل دي.
مېرمن بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته دا هم وویل چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سوداګرۍ دمیکانیزم پر ټولو برخو خبرې کوي، خو په دې تړاو یې نور څه ونه ویل.
د پاکستاني چارواکو له څرګندونو سره هممهاله په سپین بولدک او انګور اډه کې د ډویورنډ کرښې پورې غاړه خلکو د پرلت تر شپږو میاشتو ډېر وخت کېږي.
دوی له افغانستان سره د تګ را تګ او سوداګرۍ لپاره د اسلام اباد د ویزې د پرېکړې خلاف دي، خو د پاکستان مرکزي او صوبايي چارواکي یې دا غوښتنه نه مني.
هممهاله د پاکستان حکومت له هغو افغان موټروانانو هم ویزې غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد کوي.