لانګ وار جورنال: په افغانستان کې مقاومت په زیاتېدو دی خو د طالبانو لپاره ګواښ نه دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳

لانګ جورنال مجلې لیکلي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو له خوا مقاومت د زیاتېدو په حال کې دی، خو تر اوسه د طالبانو د حکومت لپاره کوم ګواښ نه دی.
دغې مجلې ویلي، چې د طالبانو د پرځولو یوازینی چانس د اختلافاتو پرېښودل او د یوه منظم سازمان جوړېدل دي.

ویل سلبر چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د افغانستان او عراق له جګړو راپورونه جوړ کړي، دغه راز لیکلي دي چې سږکال به د طالبانو پر وړاندې بریدونه زیات شي.
له دې سره نوموړي ویلي چې مقاومت نوی پیل شوی او دا د طالبانو د حکومت لپاره ګواښ جوړېدلای نشي.
هغه په دې مطلب کې ویلي، چې د مقاومت ډلو یوازینی چانس دا دی چې د طالبانو د پرځولو لپاره مالي سرچینې او جنګي ځواک جذب کړي او د خپلمنځي اختلافاتو په پرېښودو سره یو ګډ سازمان جوړ کړي.
په دې راپور کې د مقاومت جبهې له ویاند علي میثم نظري، د افغانستان د ازادۍ جبهې له مشر یاسین ضیاء او د افغانستان د متحدې جبهې له مسوول سمیع سادات سره خبرې شوې دي.
داعش او نورې ترهګرې ډلې بیا د مقاومت پر وړاندې ګواښ بلل کیږي.
د دې مطلب لیکونکي د مقاومت ډلو د بریدونو د ارزښت په اړه لیکلي، چې د مقاومت جبهه د مبارزې دریم پړاو ته ننوځي او په پام کې لري، چې په ټول افغانستان کې خپل عملیات پراخ کړي.
له دې سره، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په پنجشیر ولایت او یو شمېر شمالي سیمو کې د مقاومت جبهې د ناکام مقاومت په اړه ښاغلي نظري دې مجلې ته وویل، چې د جبهې تمرکز هدفمند او استراتیژیک بریدونه دي.
سلبر لیکلي، چې د مقاومت جبهې د ملاتړ مرکز د افغانستان په شمال کې ده، خو دا جبهه وایي چې د افغانستان په اړه د خپل ډیموکراتیک، غیرمتمرکز او څو اړخیز لید د تحقق لپاره پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.
ښاغلي نظري ویلي، چې د پخوانیو امنیتي ادارو پر غړو سربېره په دې جبهه کې له پښتون، تاجک، هزاره او ازبک قومونو څخه کسان هم حضور لري.
سلبر زیاته کړې ده، چې د افغانستان د ازادۍ جبهه د مقاومت جبهې په څېر ستراتیژي لري او په ځينو مواردو کې له یو بل سره همکاري هم کوي.
یاسین ضیا دې مجلې ته ویلي، چې په تېرو کلونو کې د دې جبهې بریدونه زیات شوي دي.
د افغانستان د متحدې جبهې مسوول جنرال سمیع سادات لانګ وار جورنال ته ویلي، چې د دې جبهې موخه د افغانستان ازادي او د اساسي قانون پربنسټ د نظام جوړېدل دي.
دا جبهه چې نوې جوړه شوې ده، تراوسه یې د طالبانو پروړاندې د کوم وسله وال برید ادعا نه ده کړې او تمرکز یې سیاسي مبارزه ده.
د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا هم د یوې داسې ډلې په توګه یادیږي، چې د طالبانو پر وړاندې د پوځي او سیاسي مقاومت غوښتونکې ده.
د لانګ وار جورنال مجلې لیکونکي ویلي؛ دې ته په کتو سره چې د دې شورا مشري هغه کسان کوي چې په تېر حکومت کې یې بریالي کارنامې نه درلودې، ستونزمنه ده چې د افغانستان د خلکو باور ترلاسه کړي.
په راپور کې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر ته هم اشاره شوې ده، چې تر اوسه یې فعالیتونه پر عملیاتي اطلاعاتو متمرکز دی، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د استخباراتو نومونه او په نوي پوځ کې یې د خیالي سرتیرو ستونزه افشا کړې ده.
په دې راپور کې د افغانستان د ازادۍ جبهه نوم هم اخیستل شوی چې په کندهار کې د فعالیت ادعا کوي.
د دې جبهې مشري په پیل کې عبدالمتین سلیمانخېل کوله او اوسمهال یې مشري د پخواني پوځ د قومنداذن ناصر وزیري له لوري کیږي.
جنرال وزیري لانګ وار جورنال ته ویلي، چې دې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې خپل فعالیت پیل کړی دی او تمرکز یې تراوسه د اطلاعاتو د راټولولو په برخه کې و.
نوموړي وویل: «اوس مو خپل عملیات پیل کړي دي.»

نور خبرونه

رادیو