د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۱۰۸ تنه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونه راستانه کړل شول چې ۱۸ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.
دغه وزارت وايي، یاد کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه ستانه کړل شوي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت وايي، تېره ورځ شنبه د (غوايي ۲۲مه) له ایرانه ۱۷۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه راستانه کړل شول.
د طالبانو د کډوالو وزارت نن یک شنبه د غوايي ۲۳مه په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.
د کډوالو وزارت وايي، په راستانه کړل شویو کډوالو کې ۱۸ تنه بې سرپرسته ماشومان دي، چې د کورنیو موندلو په موخه هرات کې د وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.
همدارنګه کډوالو وزارت وايي، چې تېره ورځ ۳۴۹ تنه افغان کډوال د ننګرهار تورخم له لارې په جبرې توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د خوړو نړېوال سازمان او د کډوالۍ په برخه کې د ملکرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، ناقانونه کډوال دې نور له دې هېواده ووځي او د پاکستان حکومت بیا د جون تر ۳۰مې نېټې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده.
دغه کډوال داسې مهال افغانستان ته ستانه کړل شوي چې د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې سېلابونو ولسي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي او لاهم د چټکو بارانونو او سیلابونو راوتلو خبرداري ورکړل شوي.