د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له زرو زیات افغان کډوال (د غویي له ۱۶مې تر ۱۸مې) د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه کړل شول.
دغه وزارت په اېکس پاڼه د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، ۱۲۷ کورنۍ چې ټولټال ۶۴۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
له بل پلوه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۶۹ کورنۍ چې ټولټال ۳۵۶ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړل شوې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
ورته مهال وړمه ورځ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر بې اسناده افغانان په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد اټکل له مخې، په همدې موده کې په پاکستان کې د څه باندې ۳۱ زره افغانانو د نیولو او توقیف راپورونه هم ورکړل شوي دي.
دغه سازمان د خپل راپور په وروستۍ برخه کې په ټولو هېوادونو غږ کړی، چې په لنډمهاله او اوږد مهال کې تر هغه چې وړ شرایط رامنځته شي د افغانانو جبري ستنول دې ودروي.
ورته مهال د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د د مې میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې غځولې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه مودې د غځولو پرېکړه د وفاقي کابينې په وروستۍ غونډه کې شوې ده.