د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستانه په جبري ډول ۸۷۲ افغان کډوال راستانه کړل شول.
دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته اړول شوي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه نن یکشنبه د (غويي ۱۶مه) لیکلي چې، ۸۷۲ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه راستانه کړل شول.
د کډوالو وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې وايي، ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۱۲ تنه کیږي له دغې لارې د پاکستان حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.
همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۷ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې په جبرې توګه راستنې شوې دي.
ويل کیږي، درې تنه نور مجرد کسان هم د دغو کډوالو په ډله کې وو.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، تازه راستنې شوې کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته ور پېژندلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د کډوالو د ملاتړو ادارو د فشارونو سربېره هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده.
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې چې په دې وروستیو کې یې خپاره کړي دي ویل کیږي چې، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.