‏د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: تر ۵۰۰ ډېر کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړای شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۳۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۲۸مه او ۲۹مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۰۳ افغانان ستانه شوي دي.

‏د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۵۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۶۴ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.

د دوی په وینا، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۲۳۹ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د دوی په خبره، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته وروپېژندل شوې.

له بلې خوا تېره ورځ پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی وو، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۸ پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ ته رسېدلی او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

‏ تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال پاتې دي.

د دوی په وینا، د دغو کډوالو تر ختمېدو به د ستنېدو لړۍ په منظمه توګه روانه وي.

نور خبرونه

رادیو