د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر د دیني عالمانو غونډې ته وویل چې د زور د استعمال حق یوازې له حکومت سره دی. بله هیڅ اداره یا ډله له زور څخه د استفادې حق نه لري.

د پوځ د عامه اړیکو په بیان کې راغلي دي چې د مختلفو نظریو او فرقو علماوو په دې ملاقات کې په یوه خوله د افراطیت او ترهګري غندنه وکړه او په پاکستان کې یې د امن او ثبات د ټینګولو لپاره د امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ وکړ. علماوو په دې ملاقات کې د مهاجرو د ستنېدو د پالیسي ملاتړ هم کړی دی.

جنرال عاصم منیر په دې ناسته کې د علماوو ستاینه وکړه چې د «پیغامِ پاکستان» فتوا یې ورکړې ده.

د پیغام پاکستان په نوم فتوا چې اتلس سوه ملایانو امضا کړې، د دوه زره اتلسم کال په جنوري کې په کتابي بڼه خپره شوې وه. په هغه فتوا کې علماوو په پاکستان کې د تروریزم، افراطیت او انتحاري حملو مخالفت کړی او د پاکستان اساسي قانون یې له اسلام سره سم بللی دی. فتوا وایي چې د پاکستان د حکومت خلاف، د شریعت د نفاد په پلمه، وسله واله جګړه بغاوت دی.

د هغې فتوا د ورکړې په وخت ګڼو صاحب نظرو وویل چې خاصه نتیجه به ځکه ورنه کړي چې پخوا هم دې ته ورته فتواوې صادرې شوې دي خو خاص اثر یې نه و کړی.

پوښتنه دا ده چې دغسې فتواګانې ولې بې اثره شي؟

یوه وجه یې دا ده چې د سیاسي ګټو له پاره له دیني عقایدو استفاده او یا برعکس، د مذهب او دیني علماوو د غوښتنو لپاره له سیاست څخه استفاده، په اوږده موده کې د مذهب او سیاست دواړو د کمزورۍ سبب ګرځېدلی شي. د اروپا منځنۍ پېړۍ یا اوسنی افغانستان او پاکستان د دغې ادعا ښکاره مثالونه دي.

په منځنیو پېړیو کې د کلیسا غټانو د خپل دنیایي اقتدار د ټینګېدو لپاره له دیني عقیدې استفاده وکړه چې د وخت په تېرېدو سره په اروپا کې هم دیني باورونه کمزوري شول او هم په دنیایي چارو کې سختې ستونزې پیدا شوې. په منځیو پیړیو کې اروپایان په اقتصادي او کلتوري لحاظ شاته پاته شول او زیات ظلمونه وشول. د مورخانو په اند، په منځنیو پېړیو کې د کفر په تېرو شاوخوا لس میلیونه اروپایان په اور کې ژوندي سوځول شوي او وژل شوي دي.

په تېرو څو اویا کلونو کې د پاکستان حکومتونو تر ډېره حده هڅه کړې ده چې له هند سره خپلو جګړو ته عقیدوي بڼه ورکړي او د کشمیر په سر مخالفت د اوبو او ستراتیژیکو سیمو د کنټرول لپاره نه بلکې د دیني عقیدې لپاره جهاد وبولي.

دغه راز د پاکستان په داخل کې هم ډېر ځله حکومتونو او سیاستوالو د خپلو سیاسي موخو لپاره له مذهب او عقیدې څخه د استفادې کوښښ کړی دی.

ذوالفقار علي بوټو چې په ۱۹۷۳ کال کې یې د پاکستان د اوسني اساسي قانون په تدوین کې لویه برخه لرله، د خپلو سیاسي موخو لپاره په اساسي قانون کې د اسلام له دایرې څخه د قادیانیانو د ایستلو د موضوع ملاتړ وکړ.

په دې کې شک نشته چې ځینو سیاستوالو یوه موقته سیاسي ګټه تر لاسه کړه خو په پاکستاني ټولنه کې یې د نویو اختلافونو تخمونه وکرل.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په خپل وروستي ملاقات کې علماوو ته ویلي دي چې پاکستان د دې هېواد د ټولو اوسېدونکو وطن دی او له مذهبي اقلیتونو سره زورزیاتی د منلو نه دی.

جنرال منیر دا خبره ځکه کوي چې په روان کال کې هم پاکستاني ټولنه د عیسایانو، قادیانیانو، نرښځیانو او نورو لږکیو خلاف د اقداماتو شاهده وه.

د عیسایانو د کورونو او کلیسا ګانو له سوځولو رانیولې د قادیانیانو د هدیرو تر ړنګولو پورې مختفلو پېښو پاکستاني ټولنه د کرکې او تشدد له نویو څپو سره مخامخ کړه.

حقیقت دا دی چې کله د موقتو سیاسي او شخصي ګټو لپاره تشدد او اختلاف ته عقیدوي بڼه ورکول کېږي، بیا دا امکان ډېر دی چې یو هېواد تر ډېرو پورې په ستونزو کې ګېر وساتي، ځکه ستونزو ته د مذهب او عقیدې رنګ ورکول، ډېر ځله د ستونزو د حل لپاره د بحث مخه نیسي او د څه راکړه، څه واخله حل لارې امکان له منځه وړي.

پاکستان په تېرو څلورو، پنځو لسیزو کې له افغانستان سره هم په خپل کشمکش کې له مذهبي رنګه استفاده وکړه او د هغو فتواګانو مخه یې ونه نیوله چې په افغانستان کې یې جګړه زیاتوله.

جنرال منیر اوس وایي چې دا یوازې دولت دی چې د قوې د استعمال حق لري. همدا خبره به د جمهوریت په دوران کې افغان مشرانو هم کوله او له پاکستاني لوري یې بیا بیا غوښتل چې د افغانستان د حکومت په خلاف د فتواګانو مخنیوی دې وکړي.

د تاریخ یو طنز دا دی چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت له طالبانو وغوښتل چې د دوی مشر دې په پاکستان کې د روان تشدد خلاف فتوا ورکړي. ملا هیبت الله فتوا ورکړه او ویې ویل چې په پاکستان کې له حکومت سره جګړه جهاد نه دی، مګر ظاهرا داسې ښکاري چې د ملا هیبت الله خبرې ته چا غوږ نه دی ایښی.

د طالبانو مشر هم پاکستان کې د جنګ ضد فتوا ور کړې، خو د لیکوال په خبره، کوم اغېز نه لري.

فعلا په افغانستان کې طالبان د خپلې ډلې د ګټو لپاره له مذهب څخه په خوشحالۍ استفاده کوي خو لکه څنګه چې تاریخي تجربو ښودلې ده دا ګټه ادامه نه شي پیدا کولای.

یو دا چې خلک له عقایدو څخه د شخصي او تنظیمي ګټو استفادې ته خامخا متوجه کېږي. که په خواله رسنیو کې د عامو افغانانو تبصرو ته وګورو په اسانۍ سره دې نتیجې ته رسېږو چې اوس په افغانستان کې ډېر لوی اکثریت په دې پوهېږي چې طالبان خپلو سیاسي او شخصي ګټو ته مذهبي رنګ ورکوي، مثلا داسې خبرې زیاتې لولو چې کله طالبانو تلویزیون نه درلود نو تلویزیون یې حرام باله او اوس چې له تلویزیون څخه د استفادې امکان لري نو تلویزیون حلال شو.

یا که د پاکستان مثال راوړو نو د ځينو پاکستاني ملایانو همدا وروستۍ خبره به وکړو چې د افغان مهاجرو د ایستلو ملاتړ یې کړی دی.

کله چې پاکستان افغان کډوال پکار وو نو هغه وخت به په مدینه کې د انصارو او مهاجرو مثال راوړل کېده خو اوس چې ګټه د مهاجرو په ایستلو کې ده نو هغه د مدینې خبرې هېرې شوې.

لکه څنګه چې تاریخي تجربې ښودلې ده، له مذهب څخه د خپلو سیاسي مقاصدو لپاره استفاده یوازې د یوې ډلې په انحصار کې نه پاتېږي. د مثال لپاره به انتحاري حملې یادې کړو چې طالبانو د ځان په ګټه رواج کړې او حلالې یې وبللې خو اوس هماغه حملې د دوی سرونه رېبي او له انتحاري حملو داعش استفاده کوي.

د دیني عقیدې اصلي قدرت د هغې په سپېڅلتیا او زړونو ته په لار کولو کې دی. زړونو ته لار طبعا د توپک او برچې په زور نه کېږي.

  • یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو