د پاکستان له وروستۍ پرېکړې وروسته افغانستان ته لسګونه زره افغان کډوال ستانه شوي چې د خوراک، څښاک، تعلیم او نورو ناوړه اقتصادي ستونزو سره یې د مخامخېدو تر څنګ د بېکارۍ ستونزه هم د پام وړ یادېږي.
د دغو کډوالو په منځ کې له نیمايي زیات یې ځوانان دي، چې په پاکستان کې په بېلابېلو چارو بوخت وو؛ خو اوس چې دغه ځوانان افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي، هلته به څه کوي؟ ایا هلته به د دوی لپاره د کار کولو زمینې برابرې وي؟
په داسې حال کې چې لا له وړاندې هلته د بېکارۍ کچه لوړه وه او ملګرو ملتونو هم په وار، وار په بېلابېلو راپورونو کې د ځوان کول وزګارتیا د اندېښنې وړ بللې وه.
دا رنګه د بېلابېلو رسنیو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا تر شلو زیاتې بېلابېلې وسلهوالې ډلې شته چې په خپلو لیکو کې د ځوانانو ورګډولو ته لېواله دي.
د دغو ډلو غوښنه برخه یې چې د نړۍوالو استخباراتي کړیو لهخوا ملاتړ لري، غواړي خپلې ډلې غښتلې او پیاوړې کړي چې په دې توګه وتوانېږي خپلو موخو ته ځان ورسوي.
په داسې حال کې چې ځوان کول له یوې مخې وزګاره پاتې کېږي؛ نو لرې نه برېښي چې دغه وسلهوالې ډلې دغه ځوانان په خپلو لیکو کې ومني او خپلې لیکې پرې پیاوړې کړي، چې د دې سره به جګړه او تاوتریخوالی نور هم زور واخلي او په افغانستان کې اوسنی څپ څپانده نسبي ټیکاو به هم ورسره له څېرمه بدل او د جګړې لمبې به زیاتې شي.
تجربو ښودلې چې اقتصاد د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره لومړنی او بنسټیز شرط دی، کله چې د کورنیو اقتصادي حالت ویجاړوي او ځوانان یې هم له وزګارتیا ورنځیږي، هغوی اړ وځي چې د وسلهوالو ډلو سره په یو ځای کېدو، د خپلې کورنۍ د اقتصاد کمزورې ستنې پیاوړې کړي.
بله وېره چې نن سبا یې ګڼ افغانان محسوسوي هغه دا ده، ایا داسې ضمانتونه شته چې د دغو ستنو شویو افغان کډوال په منځ کې به داسې کسان نه وي چې هغوی کډوال نه؛ بلکې ځايي خلک وي چې د کډوالو په نامه ستنېږي او هلته د ځانګړو وسلهوالو ډلو سره د یو ځای کېدو لپاره له دغه فرصته ګټه پورته کوي؟
ایا کله چې افغان کډوال ستنول کېږي د طالبانو سره داسې د پلټلو وسایل شته چې معلومه کړي، څوک ريښتیني کډوال دي او څوک غواړي د کډوالو په نامه له پولو واوړي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې دغه لاره خپله کړې؟
په تېرو څو ورځو کې د داسې کډوالو مرکې هم د رسنیو له لارې خپرې شوې، چې هغوی په پښتو او دري ژبو خبرې نه شوې کولای، ایا داسې ضمانت شته چې هغوی به په رښتیا سره افغان کدوال وي او دلته به یې ژبه هېره کړې وي؟
ښايي داسې نورې پوښتنې هم وي، چې هیڅ لوری ورته قانع کوونکی ځواب و نه لري؛ خو په ټوله کې راټوکېدلې اندېښنې دا دي چې کېدای شي د کډوالو د ستنولو روانه څپه نه یوازې د افغانستان او پاکستان لپاره خطرناکه ثابته شي؛ بلکې ورسره، ورسره د سیمې هېوادونه هم له نا امنیو سره مخامخ کړي، لکه څنګه چې د افغانستان یو شمېر ګاونډیو هېوادونو یې په اړه لا له وړاندې اندېښنې په ډاګه کړې وې.