د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پلان لري چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اېستلو یو نوی پړاو پیل کړي. د هغو سندونو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړي د پاکستان حکومت تېره چارشنبه د شهباز شریف په مشرۍ په یوه غونډه کې د افغان کډوالو ډله ییز اېستل تصویب کړل.
د دغه سند پر بنسټ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په لومړي پړاو کې هغه افغانان چې د استوګنې رسمي اسناد نه لري او د اې سي سي کارټ لرونکي له اسلام اباد او راولپنډۍ بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
خو د اې سي سي کارټ لرونکي او د په پاکستان کې د استوګنې اسناد نه لرونکو افغان کډوالو کره شمېرې په ډاګه نه دي.
اې سي سي هغو افغانانو ته ورکول کیږي، چې په پاکستان کې د قانوني کډوالو په توګه پیژندل شوي دي. دا کارټ په پاکستان کې د شخص قانوني حیثیت په ګوټه کوي.
د افغانستان انترنشنل له لوري په ترلاسه شویو سندونو له مخې، په دوهم پړاو کې د پي او ار کارت لرونکو وضیعت ته کتنه کیږي.
د دغه سند پر بنست د پاکستان د فدرالي کابینې د دې کارټ لرونکو ته د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې نیټې په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده، خو دوی هم باید له اسلام او راولپنډۍ وایستل شي.
شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر ویلي و، چې شاوخوا ۱،۴۵ میلیونه د پي او ار کارټ لرونکي افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.
پي او ار کارټ بیا هغو افغانانو ته ورکول کیږي، چې په پاکستان کې د کډوالو د نوم لیکنې په پروسه کې یې برخه اخیستې وي او د کډوالو حیثیت لري.
دغه ډول کسان ځینو حالاتو کې په پاکستان کې ځیینو خدماتو او اسانتیاوو ته د لاسرسي حق هم لري.
لویدیځو هېوادونو ته د تلوونکو افغانانو برخلیک
هغه افغانان چې د بیا میشتیدنې په موخه دریم هیوادونو ته ځي د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې نیټې پورې به له اسلام اباد او راولپنډۍ وایستل شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونو خلک د طالبانو د غچ اخیستو د ویرې امله دریم هیواد ته تلو په نیت به ګاونډو هېوادونو کې ژوند کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې په اسلام اباد کې د لویدیځو هیوادونو له سفارتونو سره خبرې وکړي، ترڅو د دغو افغان کډوالو لیږد یقیني کړي. که نه نو دغه افغانان به هم بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
په دې غونډه کې پریکړه شوې، چې پاکستاني چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې له پاکستانه ایستل کېدونکي کډوال باید بېرته دغه هیواد ته ستانه نه شي.
همدارنګه په دغه سند کې ویل شوي، چې د پاکستان استخباراتي ادارې باید د افغان کډوالو د اېستلو د پلان پلي کول له نږدې وڅاري او په منظم ډول د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر ته راپور ورکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې غبرګون
په همدغه مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې د پاکستان د حکومت له هغې لارښوونې خبر دي چې وايي ټول هغه افغانان چې د اسلام اباد او راولپنډۍ له سیمو باید و ایستل شي او سمدلاسه دې افغانستان ته ستانه شي.
دغې ادارې ویلي، چې د پي او ار کارټ لرونکو د اخراج په اړه خبر دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حکومت لارښوونو سره سم عمل نه کول ممکن د کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته ستنولو لامل شي.
د کډوالو ادارې دا بدلونونه "اندېښمنونکي" بللي او ویې، چې د افغانانو د اېستلو د پروګرام په اړه یې د وضاحت غوښتنه کړي ده.
د کډوالو ادارې ویلي، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره به خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت تېر کال هم شاوخوا نیم ملیون افغانان له خپل هېواده بېرته افغانستان ته ستانه کړل.