د یو څه ځنډ وروسته په اسلام اباد کې پولیسو یو ځلي بیا افغان کډوال نیولي دي

۱۴ ساعتونه مخکې

په اسلام اباد کې پولیسو د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې په لسمه) د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چپاو یووړ او د ښځو او ماشومان په ګډون یې یو شمېر کډوال ونیول او د پولیسو تاڼو ته یې ولیږدول.

په نیول شویو کډوالو کې ډېر یې داسې کډوال دي چې د ویزو له مودې یې ایله څو ورځې تیرې شوي او هغوی د ویزو د نوي کولو لپاره غوښتنلیکونه هم سپارلي، خو د دولتي بیروکراسۍ له امله تر اوسه هغوی ته نوې ویزې نه دي ورکړل شوي.
محمد شریف هغه افغان کډوال دی چې پولیسو د هغه له کورنۍ څخه دوه ښځینه او یو ماشوم د ویزو د نه لرلو په پلمه بیولي دي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د ویزو د نوي کولو لپاره یې ټول پړاوونه بشپړ کړي؛ خو د حکومت د بې پروایی له امله تر اوسه د دوی ویزې نه دي ورکړل شوي.»
محمد شریف دا رنګه وویل چې هغوی امریکا ته د تګ لپاره ټول پړاوونه بشپړ کړي؛ خو د امریکا د منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ د نوي فرمان له امله یې د تګ چارې ځنډیدلې دي.
نن سبا په پاکستان کې د هغو کډوالو ستونزې ډېرې شوي چې امریکا او نورو هېوادونو ته د تګ لپاره په تمه دي.
عزت الله هغه افغان کډوال دی چې امریکا ته یې د تګ ټول پړاوونه بشپړ شوي؛ خو په ناڅاپي توګه د امریکا د نوي ولسمشر د فرمان له امله یې د تګ چاره ټکنۍ شوې هغه وایي: « له ډیرو سختو شیبو سره مخامخ دی، افغانستان ته د طالبانو له ویرې ستنیدلای نه شم، پاکستان کې د ویزو د نشتوالي له امله تمیدلای نه شم او امریکا ته د پېښ شوي ځنډ له امله تللی نه شم. حیران یمه چې څه وکړم؟.»
په پاکستان کې د اوسیدو لپاره د ویزو تر لاسه کول هم نن سبا په ستونزمنه چاره بدله شوې، که له یوې خوا د ویزو ورکړه له سختو بیروکراتیکو پړاوونو سره مخامخ شوې او د شپږو میاشتو د تمدید پر ځای نن سبا یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدیدیږي، نو له بله پلوه ګڼ افغانان نه شي کولای د دغو ویزو د تر لاسه کولو لپاره هومره پیسې پرې کړي لکه څومره چې لګښت پرې راځي.
ګڼ افغان کډوال وایي د پاکستان د حکومت د نوې پریکړې له مخې هره کورنۍ د نورو لګښتونو تر څنګ اړ دي چې هره میاشت د هر کس د ویزې د نوي کولو لپاره شاوخوا سل ډالره پرې کړي چې دا چاره نه یوازې دا چې ستونزمنه ده، بلکې ملا ماتونکې او ناشونې هم ده.
ګڼ افغان کډوال په نړیوالې ټولنې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په عالي کمېشنرۍ غږ کوي چې پاکستان دې له دغه دریځه په شا کړي او د ویزو په ورکړه کې دې داسې لارې نه غوره کوي چې کډوال د شته کړاوونو تر څنګ له نورو لالهاندیو سره هم مخامخ شي.

نور خبرونه

رادیو