‏د طالبانو د کډوالو وزارت: نږدې ۱۲۰ کورنۍ له دوو ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۱۸ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو ۱۱۸ کورنیو له ډلې ۱۵ یې د تورخم له لارې، ۱۱ یې د سپین بولدک له لارې، ۳۰ یې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۶۲ یې د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې.
په دواړو هېوادونو کې د کډوالو سره بد چلند، دغه افغانان اړ اېستي چې بېرته خپلو هېوادونو ته راستانه شي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت (د سلواغې ۶مه نېټه) خبر ورکړی و، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې شوي دي.
په پاکستان او ایران کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.
په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام رسنیز مرکز (د سلواغې په ۳مه نېټه) ویلي و، چې د دغه ولایت د سپين بولدک له لارې په تېرو نهو مياشتو کې د ۳۰۰ زرو څخه زيات کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه دفتر پر اېکس پاڼه په دغه ولایت کې د طالبانو د کډوالو چارو د مسوولینو له خولې لیکلي و، د تېرو نهو مياشتو په اوږدو کې ۵۸۶۶۳ کورنۍ چې ټولټال ۳۰۹۳۰۱ تنه کېږي د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو