افراسیاب خټک: له پاکستان څخه په زور د افغان کډوالو اېستل، له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د (سلواغې ۱۳مه) ویلي چې پاکستان په زور د افغان کډوالو د اېستل کیدو له امله په ښکاره د کډوالۍ په برخه کې له نړۍوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

هغه وايي، چې افغانان د خپلو سرونو د خوندیتوب لپاره دغه هېواد ته کډوال شوي.

د افراسیاب خټک په وینا؛ افغان کډوال پر دوی د تپل شویو جګړو او نا امنیو له کبله پاکستان ته کډوال شوي او د پولیسو له لور‌ي د نیول کیدو عملیات یې باید ژر تر ژره ودرېږي. هغه همدا راز د کډوالۍ پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاسنېوی وکړي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشل ته وویل، چې تېره شپه هم پولیسو د روانو عملیاتو په لړ کې د اسلام اباد دننه یوه افغانه کډواله او د هغې کوچنی زوی نیولی.

په اسلام اباد کې مېشت یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی چې نن شنبه د (سلواغې ۱۳مه) هم د پولیسو له لوري په بېلابېلو سیمو کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده.

نیوکې دا دي چې پاکستاني پولیس هغه کډوال هم نېسي چې د قانوني وېزې او د ملګرو ملتونو له لوري د کډوالۍ ورکړل شوي اسناد لري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې چې پولیس هغه افغان کډوالو څخه چې د ویزو مودې یې هم پای ته نه دي رسېدلي په بېلابېلو بهانو بډې اخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د روان زېږدیز کال د جنورۍ په ۲۹مه په یوې ګډه غونډه کې ټولو قانوني افغان کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې نېټې وخت ورکړی، څو د پاکستان له پلازمېنې څخه ووځي.

د دې امر له مخې به د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د اې سي سي (ACC) پي او ار (POR) کارډونو لرونکي او ان د قانوني ویزې لرونکې له اسلام اباد څخه په راتلونکو دوو میاشتو کې وېستل کېږي.

د‌ پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې لیکلي چې له اسلام اباد څخه د افغان کډوالو د اېستل کیدو پر دې بهیر به یې څارګرې شبکې په ځانګړې توګه ای ایس ای (ISI) څارنه کوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو وروسته له هغې زور واخیست چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وسله والې نښتې وشوې.

د دغه عملیاتو د چټکیدو یو بل لامل هم د طالبانو د مشرانو او پاکستاني سیاستوالو ترمنځ سیاسي ناندرۍ بلل کېږي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ځینو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو پر پاکستان غږ کړی چې له افغان کډوالو څخه دې د پر طالبانو د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي‌ او طالبان د دغو کډوالو چندان کیسه کې هم نه دي.

بل لوري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د کډوالو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو په وار وار د پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي؛ خو اسلام اباد دا غوښتنې له پامه غورځولې او چندان یې ورته غوږ نه دی نیولی.

نور خبرونه

رادیو