د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه هیواد له خوا د ملیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو د ځنډولو دفاع وکړه او ویې ویل: «د امریکا حکومت خیريه موسسه نه ده»
ښاغلي روبیو په یوه مرکه کې وویل، چې هغه به وڅارې چې کومې پروژې «امریکا خوندي، پیاوړې یا ډیره سوکاله کوي.»
مرستندویه ادارو ویلي، چې د مرستو ځنډول د دوی د جدي اندیښنو لامل ګرځيدلي، ځکه چې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د خوړو ملاتړ په څیر پروګرامونه ممکن ودرول شي.
د دغو سازمانونو په وینا، د مرستو ځنډول د دې ماشومانو د ډیرې مړینې مانا لري.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشبنې په ورځ په يوه مرکه کې ټینګار کړی چې: «موږ نه غواړو خلکو د مړينې شاهد واوسو.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سملاسي له افغانستان سره د پيسو د لېږد په ګډون ټولې بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره وځنډولې.
له دې پریکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له بیړني خوراکي پروګرامونو او اسراییل او مصر ته د پوځي مرستو پرته د بهرنیو مرستو ډیری پروژې به وځنډول شي.
دا پریکړه د ټرمپ ادارې د پالیسیو سره د دې پروګرامونو اړوند د څارنې په موخه شوې او ممکن دا څارنه تر ۸۵ ورځو پورې وخت ونیسي.
مارکو روبیو وویل، چې د دې اقدام یوه موخه د مرستو ترلاسه کونکو ترمنځ د همکارۍ زیاتوالی دی.
امریکا، چې د نړۍ ترټولو لوی بشري مرسته کوونکی دی، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۷۲ ملیارد ډالر مرسته کړې.
د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډول هم په افغانستان باندې د پام وړ اغیزې لري.
له دې پریکړې وروسته، د افغانیو ارزښت بې ساري کچې ته راټیټ شو.
وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل د بشري مرستو له لارې افغانستان ته نغدي پیسې رسېدلې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک د تیر کال تر غويي مياشتې، په اونۍ کې دوه ځله کابل ته د ۴۰ ملیون ډالرو په ارزښت د کڅوړو د رسیدو خبر ور کاوه.
د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري مخکې اعلان کړی و، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو له ځنډولو وروسته د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو مرستندویه سازمانونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې بشري مرستې له سیاسي مسایلو جلا کړي.
له دې سره هم مهاله طالبانو دولتي کارمندانو ته تنخواوي او د تدارکاتي توکو اخیستل بند کړي دي.
لطیف نظري تایید کړه، چې د «تخنیکي ستونزو» له امله د دولتي کارمندانو د معاشونو په ورکولو کې ځنډ راغلی دی.