په لغمان کې د یوې مرمۍ د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي دي
په لغمان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې په الیشنګ ولسوالۍ کې د يوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي دي. طالبانو ویلي، چې ماشومانو دغه مرمۍ تر موندلو وروسته ټکوله، چې ور باندې وچاودله.
د طالبانو امنيه قومندانۍ د مالوماتو له مخ، چې وژل شوي ماشومان د بيلابيلو کورنیو دي، چې لس، یولس او دیارلس کاله عمرونه یې درلوده.
د طالبانو د اعلاميې له مخي، د دوی پرسونل سيمې ته رسېدلی تر څو د پيښې پلټنه وکړي.
له جګړو پاتې ناچاوده توکي د ماشومانو لپاره خورا ستر ګواښ دی، چې له امله یې ماشومان مړه او یا هم دایمي معیوب کېږي.
یونېسف د مرغومې په ۱۶ مه راپور ورکړی، چې تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان د ناچاودو توکو یا د جګړې د پاتې شونو چاودېدونکو توکو له امله مړه او ټپیان شوي دي.
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې ای سي ار سي هم څه موده وړاندي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسان د نا چاوده توکو د چاودنو اړوند پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.