سرینا هوټل تایید کړه چې د طالبانو له مداخلې وروسته به وتړل شي

د سرینا هوټلونو ادارې وویل، چې د شنبې په ورځ به د طالبانو د مداخلې له امله له شاوخوا دوه لسیزو فعالیت وروسته په کابل کې خپله څانګه وتړي. افغانستان انټرنشنل په دې وروستیو کې راپور ورکړی و، چې طالبانو د کابل سرینا پنځه ستوریز هوټل د اغا خان د پراختیايي شبکې څخه نیولی دی.

د کابل سرینا هوټل ادارې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دولتي پلاوي له کوربه توب او د نړۍوالو معیارونو سره سم د خدمتونو له وړاندې کولو دوه لسیزې وروسته به خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هوټل مدیریت به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دولتي هوټلونو شرکت«ایچ ایس او سي» په غاړه وي.

سرینا هوټل په دې بیان کې لیکلي چې په ۹ هېوادونو کې په ۳۳ نورو څانګو کې د خپلو مېلمنو د کوربه توب لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

افغانستان انټرنیشنل لومړی د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې طالبانو د سرینا هوټل مدیریت د اغا خان د پراختیایي شبکې او د افغانستان د پخواني حکومت تر منځ د پخواني تفاهم خلاف بللی دی.

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د کابل سرینا هوټل تر درېیو کلونو زیات د لوړ پوړو بهرنیو چارواکو کوربه و. په دغه هوټل کې هغه وخت د پاکستان د استخباراتو (ای ایس ای) مشر فیض حمید او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) مشر ویلیم برنز په څېر شخصیتونو کوربتوب شوی.

کابل سرینا هوټل د کابل ښار په مرکز او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري. د اغا خان پرمختیايي شبکې د دغه هوټل د جوړولو لګښت ۲۵ میلیونه ډالره اعلان کړی و.