ټیلګراف ورځپاڼه: طالبانو د افغانستان زېږنتونونه له بحران سره مخ کړي دي

۳ ساعتونه مخکې

ټیلګراف ورځپاڼې نن په خپل یوه راپور کې ویلي، طالبانو په زیږنتونونو کې د محدودیتونو په لګولو سره په افغانستان ناورین رامنځته کړی دی.

د ننګرهار ولایت دولتي روغتون کې یوې قابلې ټیلیګراف ته وویل:«دلته هرڅه په زور کیږي، خو موږ طالبانو ته وایو چې تاسو ته هم د نورو په څیر کتل کېږي.»

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت د واک له ترلاسه کولو راهیسې طالبانو په افغان ښځو او نجونو په ښوونځیو، پوهنتونو او طبې موسسو کې د بندیزونو په ګډون ډېر محدودیتونه لګولي دي.

په کابل کې یوه روغتیاپاله ثمر ضیا وايي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله د غوره ډاکټرانو په ګډون ډیری ښځې له افغانستان څخه ایران یا پاکستان ته تللې دي ترڅو د خپلو لوڼو تعلیم ته لومړیتوب ورکړي.

د نوموړې په ​​وینا کله چې د طالب ډلې غړي خپلې میرمنې د درملنې لپاره روغتون ته ورولي، نو له ټولو نارینه ډاکټرانوخه غوښتل کیږي چې له کوټې ووځي.

اغلې ضیا وايي، فکر کوي چې ډیری طالبان نارینه او ښځي د لومړي ځل لپاره ډاکټر ته مراجعه کوي.

د نوموړې په خبره د هغوی نارینه په ډاکټرانو باور نه کوي.«یوې ښځې جراحي عملیات ته اړتیا درلوده خو د هغې خاوند چې یو طالب جنګیالی و د خپلې مېرمنې له عملیات انکار وکړ.»

اغلې ضیا وايي، چې د دغه طالب د میرمنې له مړینې وروسته، هغه له پولیسو وغوښتل چې په روغتون کې د هغه د مېرمنې د میړنې پلټنه وکړي.

ثمر ضیا وايي، چې ځینې طالبان د روغتون په هغو کارمندنو باور نه کوي د دوی ملاتړي نه دي او هغوی داسې ادعا کوي، چې دغه کارمنان نه غواړي چې د طالبانو کورنۍ زیږون وکړي.

یوه بله افغانه قابله چې په یوه دولتي روغتون کې کار کوي وايي چې په لغمان کې طالبان "د دیکتاتورانو په څیر عمل کوي”

ټیلیګراف لیکلي، چې د بهرنیو مرستو کمیدو، بندیزونو او د طالبانو د پالیسیو له امله د افغانستان اقتصادي سقوط په روغتونونو کې څرګند دی.

وغتیاپالانو له ټیلیګراف سره په خبرو کې روغتونونو کې د روغتیايي چوپړونو د کمښت یو بشپړ توپیان بیان کړی.

دوی وايي؛ چې په یوه روغتون کې سرچینې دومره کمې دي چې کارمنان ځینې وختونه له ناروغانو غوښتنه کوي چې له روغتون بیرون وینه واخلي.

په دغه راپور کې ویل شوي، د یوې میندواره میرمنې کورنۍ د وینې رانیولو د لګښت توان نه درلود او دغې میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

یوه بله قابله چې د کندهار په یوه دولتي روغتون کې کار کوي وايي، "دلته هیڅوک له لږو پیسو سره نه راځي."

نوموړې چې په یوه سیمه ییز روغتون کې کار کوي، ناروغان یې د کندهار په ګډون د څو سوېلي ولایتونو د ولسوالیو ښځې دي.

نوموړې وايي:«موږ خواشیني یو چې طالبانو په هر ځای کې په ښځو پسې راخیستې ده، دوی ښځې له هرڅه منع کړې دي.»

دغه قابله وايي په ولسوالیو کې خلک غلط فکر لري. دوی فکر کوي چې موږ د دغو خلکو پر ضد یو او نه غواړو چې دا ښځې وژغورو.

نور خبرونه

رادیو