سارا اډمس: داعش او القاعده د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې فعال دي

۳ ساعتونه مخکې

د سي ای اې پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمس وايي چې القاعده او داعش خراسان ډلې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې په بشپړ ډول فعالې دي او اوس په تېرو ۲۰ کلونو کې تر بل هر وخت د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ دی.

هغه وړاندې وايي، هغه خبره اوس د منلو نه ده چې د داعش جګړه په ټولیز ډول په سوریه کې دننه پاتې ده، بلکې د هغې په خبره د داعش ډیری لوړ پوړي مشران درې کاله مخکې افغانستان او پاکستان ته کډه شوي.
سارا اډمس وايي، چې امریکا د دفاع وزارت له لارې په سوریه کې د داعش پر وړاندې د «ډراماتیکې» جګړې مالي ملاتړ کوي، او ورته مهال بیا داسې څرګندوي چې د داعش خراسان ډلې پر وړاندې د دوی او طالبانو ګډه مبارزه روانه ده.
هغې ټینګار وکړ چې اوس د ریښتینولۍ وخت دی. «زموږ اوسنۍ ستراتیژي اصلي ګواښ له پامه غورځوي.»
تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت هغه ادعا رد کړه چې ګنې د داعش مرکزونه په پښتونخوا او بلوچستان کې فعال دي.
طالبانو له هغه دوه ورځې وړاندې ويلي و، چې داعش په دغو دوو ایاتونو کې فعال مرکزونه لري.
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون یوه اوونۍ وړاندې ویلي و، چې داسې باوري اطلاعات په لاس کې لري چې له مخې یې «د کراچۍ او اسلام اباد هوایي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته له ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه نوي جذب شوي کسان را لېږدوي او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې له دغو کسانو څخه په استفادې د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بریدونو هڅه وکړي.»
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د داعش او القاعدې په ګډون له ۲۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې موجودې دي.
د روانې سلواغې میاشتې په سر کې د داعش خراسان څانګې په تخار ولایت کې د یوه چینايي وګړي د وژل کېدو مسوولیت پرغاړه واخېست چې طالبانو یې هم وژل کېدل تایید کړي و.
یادې ډلې د خپل رسمي خبري اژانس «اعماق» له لارې ویلي چې د دوی جنګیالیو پر دغه چینايي ډزې کړې دي او وژلی یې دی.

نور خبرونه

رادیو