ټي ټي پي د لکي مروت له قومي جرګې غوښتي چې د پوځ لوری دې نه نیسي

۱۳ ساعتونه مخکې

تحریک طالبان پاکستان د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې له قومي جرګې غوښتي چې د دوی او پوځ تر منځ په مسایلو کې دې د پوځ لوری نه نیسي.
هغوی له دغې جرګې غوښتي چې د دوی غوښتنې دې په سم ډول له حکومت سره حل کړي.

تحریک طالبان پاکستان نن پنجشنبه د (سلواغې ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي مروت ولسوالۍ له ځايي قومي جرګې غوښتي چې د پاکستان له پوځ سره د دغې ډلې د مسایلو اړوند دې بې پرې پاتې شي او د پوځ لوری دې نه نیسي.
ټیک درې اوونۍ وړاندې ټي ټي پي د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې ۱۶ تنه نیولي وو، چې د دوی له ډلې اته تنه یې د پاکستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون غړي وو.
پاکستاني طالبانو د نیول شویو کسانو پېژندپاڼې او کارتونه هم خپاره کړي وو، چې د یاد کمیسیون لپاره یې کار کاوه.
ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې دوی ۱۶ کسان نیولي وو، خو اته تنه یې بېرته خوشي کړي او تر خوشې کېدو وروسته پوځ وژلي، چې پړه یې پر دوی واچوي.
پاکستاني طالبانو هغه مهال ویلي وو، چې اته تنه خوشي شوي کسان عام کسان وو او مزدوري یې کوله.
خو ټي تي پي په خپله تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې جرګې له منځګړیتوب وروسته پوځ د دې پر ځای چې د پاکستان د اټومي انرژۍ د بندیانو تبادله ورسره وکړي، اوس یې د پوځي عملیاتو پرېکړه کړې ده.
ټي ټي پي د پاکستان اټومي انرژۍ د کارکوونکو په بدل کې د خپلو ځینو مشرانو د خوشې کېدو او یو شمېر نورې غوښتنې کړې چې پاکستاني پوځ یې لا دا غوښتنې نه دي منلې.
تحریک طالبان پاکستان د لکي مروت له جرګې غوښتي چې له دوی سره ودریږي او د پوځ په خبرو دې نه غولیږي.
ټي ټي پي وايي، د پاکستان د اټومي انرژۍ کمیسیون نیول شوي کارکوونکي لا هم له دوی سره دي او یوه خوندي ځای کې یې ساتلي دي.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ د لکي مروت له خلکو غوښتي چې د پوځ په لمسون دې له دوی سره نه مخ کیږي او یوازې منځګړي دې پاتې شي.
د پاکستان پوځ دوه ورځې وړاندې په لکي مروت کې له جوړې شوې قومي جرګې غوښتي وو، چې له دوی سره دې د اټومي انرژۍ د کارکوونکو د موندنې لپاره په ګډه پوځي عملیاتو کې برخه واخلي.

نور خبرونه

رادیو