د پاکستان پوځ وايي، شمالي وزیرستان کې یې له وسله والو سره جګړې کې دوه پوځيان وژل شوي

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره شپه یې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پوځي عملیاتو او جګړې پر مهال د یوه افسر په ګډون دوه پوځیان وژل شوي خو وايي په دغې جګړه کې یې شپږ وسله وال هم وژلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن پنجشنبه د (سلواغې ۱۱مه) نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پوځ د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پوځي عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال وژلي دي.
پوځ په دغې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د یوه افسر په ګډون د دوی دوه پوځیان هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ او ایف سي ځواکونو په ګډو عملیاتو او جګړه کې شپږ وسله وال وژلي او لا هم دغه پوځي عملیات روان دي.
ټي ټي پي وايي، په دغې جګړه کې یې د پاکستان پر پوځ د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد لا هم عملیات روان دي او هڅه یې دا ده چې دغه سیمه له وسله والو څخه پاکه کړي.
شمالي وزیرستان په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ لپاره په هدیره بدل شوی او هلته د ټي ټي پي اړوند د حافظ ګلبهادر ډله پر پاکستاني امنیتي ځواکونو وخت ناوخت وسله وال ډله ییز او ځانمرګي بریدونه کوي او مرګ ژوبله ور اړوي.
پاکستان ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې شته وسله والې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړه برخمنې دي او هلته بریدونه له افغانستان څخه پلانیږي.
طالبانو د پاکستان داسې ادعاوې تل رد کړې دي.

نور خبرونه

رادیو