رانا ثناءالله: پي ټي ای له خبرو تښتېدلي، که پر سړک د مسلې حل غواړي نو باید سړک ته راووځي

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي مرستیال رانا ثناءالله وایي، چې تحریک انصاف ګوند له خبرو اترو تښتېدلي.

هغه زیاته کړې، چې که دغه ګوند پر سړک د مسلې حل غواري نو باید سړک ته راووځي.

ثناءالله دا څرګندونې د سې شنبه په ورځ له پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره په مرکه کې کړي دي.

نوموړي ویلي: «لس کاله کېږي چې پي ټي ای د ملک سیاست خراب کړی. دا پي ټي ای دی چې له خبرو اترو تښتېدلي، که پي ټي ای کمېټې ته راغلي وای موږ به یې غوښتنې ځواب کړې وای.»

هغه وویل: «که سیاستوال سره کیني نو د حل لاره به پیدا شي، که پر سړکونو قانون پر لاس کې واخلي، نو قانون به هم خپل کار وکړي، که غواړئ چې پر سړکونو ستونزه حل کړئ نو بیا سړک ته راشئ. په جمهوري نظام کې ستونزې د مېز پر سر حل کېږي، که دا غواړئ نو د څلورم ځل لپاره راشئ.»

د تحریک انصاف او پاکستان حکومت له نږدې یوې میاشتې راهیسې په هېواد کې د سیاسي کړکېچونو د کمولو په موخه په خبرو اترو بوخت دي.
دواړو خواوو تر دې دمه د خبرو اترو درې پړاوونه ترسره کړي دي، خو دغه ګوند له څلورم پړاو خبرو څخه ډډه وکړه.
تر دې وړاندې تحریک انصاف ګوند ویلي و، چې که حکومت د قضايي کمېسیون د جوړولو اعلان وکړي؛ نو ګوند یې کولی شي، د خبرو اترو د لغوه کولو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

همدا تېره شنبه رانا ثناءالله هیله څرګنده کړې وه، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غوښتنو په اړه د حکومت ځواب ښایي دغه ګوند د خبرو اترو مېز ته د راستنېدو لپاره قانع کړي.

نور خبرونه

رادیو