پر پاکستان د امریکا د مرستو بندېدل؛ په پاکستان کې ګڼې پروژې درول شوې دي

پرون

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې امریکا پر پاکستان هم مرستې بندې کړې چې ورسره په دغه هېواد کې ګڼې مهمې پروژې ودرول شوې.

په دې وروستیو ورځو کې امریکا د ۹۰ ورځو لپاره د بهرنيو مرستو ټول پروګرامونه وځنډول.
د افغانستان او پاکستان په ګډون په ځنډول شویو پروګرامونو کې د اوکراین، تایوان او اردن لپاره د مرستو پروګرامونه هم شامل دي.
دغه ټول پروګرامونه د ۹۰ ورځو لپاره ځنډول شوي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد ټولو ډیپلوماټیکو استازولیو او قونسلګریو ته یو حکم صادر کړ او له هغوی یې وغوښتل، چې سمدلاسه ټول مرستندویه پروګرامونه وځنډوي او په دې برخه کې ټول فعالیتونه په ټپه ودروي.
د یوه امریکایي چارواکي په وینا، پاکستان ته مرستې تر بیا ارزونې پورې ځنډول شوې دي.
د حیونیوز د راپور له مخې، د امریکا دغې پرېکړې د انرژۍ، اقتصادي ودې، کرنې، حکومتولۍ، پوهنې او د روغتیا په برخه کې ګڼ پروګرامونه اغېزمن کړي دي.
امریکایي چارواکو ویلي، چې تر ارزونې وروسته به د دغو پروګرامونو د برخلیک په اړه بیا پرېکړه وکړي.

نور خبرونه

رادیو