تحریک طالبان پاکستان د محسن داوړ د وژلو ادعا رد کړه

۲ ورځې مخکې

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ملي ډیموکراټیک غورځنګ د مشر محسن داوړ په وړاندې د ګواښ ادعا رد کړه او هغه یې "دروغجنه" بللې ده.

د ټي‌ټي‌پي د ویاند محمد خراساني له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، دا یو "ماشومانانه تور" بلل شوی دی.
محسن داوړ (د سلواغې په ۳مه نېټه) ویلي و، چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته خبر ورکړی چې د افغانستان طالبان یې د وژلو پلان لري.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي و، باوري معلومات یې تر لاسه کړي چې افغان طالبانو د فدایان افغانستان کنډک ته د هغه د وژلو په موخه نیم مېلیونه ډالر ورکړي دي.
داوړ دغه راز ادعا کړې وه، چې د هغه د وژلو لپاره له مخکې په پېښور کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر هم چمتو شوی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي په خوست کې د یوې دیني مدرسې د فراغت غونډې پر مهال د ملي ډیموکراټیک غورځنګ د مشر محسن داوړ ادعاوې رد کړې وې.
مولوي‌ محمد نبي عمري ویلي و، دوی دغسې کمزوری عمل نه کوي او له خپلې خاروې بهر د هېڅ چا د وژلو اراده هم نه لري.
هغه زیاته کړې وه، که چیرې وغواړي؛ نو د محسن داوړ د وژلو لپاره پنځه سوه زره ډالر نه لګوي بلکې په پنځه سوه پاکستانۍ کلدارو یې هم وژلی شي.
د ټي‌ټي‌پي په خبرپاڼه کې راغلي: «څو ورځې وړاندې د پاکستان تش په نامه استخباراتي ادارو د دروغو پر بنسټ یو امنیتي ګواښ خپور کړ او یوه ماشومانه ادعا یې وکړه، چې افغان طالبان غواړي د ملي ډیموکراټیک ګوند ( چې د پوځ له‌خوا جوړ شوی سیاسي ګوند دی) مشر محسن داوړ په ټي‌ټي‌پي ووژني او د دې لپاره پیسې هم ځانګړې شوې دي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې تحریک طالبان پاکستان په وار، وار دا روښانه کړې ده چې د دوی جګړه یوازې د پاکستان د امنیتي ادارو او د هغوی د همکارانو پر وړاندې ده؛ نه د کومې ډلې پر وړاندې.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه ډول «تبلیغاتو» موخه د شهرت ترلاسه کولو پرته بل څه نه دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، ډیری وختونه کله چې امنیتي ادارې د خپلو فعالینو له لارې خپلې موخې ترلاسه کوي، د هغو د وژلو دمخه دغه ډول ګواښونه کوي او بل چا ته د ملامتۍ ګوته نیسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ادارې نور هغه ته اړتیا نه لري او غواړي هغه په نښه او له منځه یې یوسي.

نور خبرونه

رادیو