پاکستان کې د ګاز یو ټانکر چاودلی چې له امله یې پنځه تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان دي

۲ ورځې مخکې

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد په ملتان ښار کې د ګاز یوه ټانکر د چاودنې له امله پنځه تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د ملتان په «فهد ټاون» ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

د ملتان د ژغورنې ادارې چارواکو ویلي، د ګاز دغه ډک ټانکر په سیمه کې اور واخیست چې له امله یې درنې چاودنه رامنځته شوه.

په دې پېښه کې څو کورونه ویجاړ شوي او په قربانیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د پېښې ټول ټپیان یې اړونده روغتونونو ته لېږدولي دي.

د ژغورنې ډلې په وینا؛‌ د ۱۸ اور وژونکو موټرو په مرسته یې لګېدلی اور په بشپړه توګه مړ کړی؛ خو له خاورو او خځلو د سیمې پاکولو عملیات لا هم روان دي.

د دې پېښې په ترڅ کې د انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ له شلو ډېر کورني څاروي هم مړه شوې دي.

له پېښې وروسته د قربانیانو کورنیو د سیمه ییزو چارواکو د بې غورۍ له امله لاریون وکړ او د مظفرګړ - ملتان لویه لاره یې وتړله.

یوه لاریونوال ویلي: «زموږ کورونه ویجاړ شوي، د کورنۍ غړي او څاروي مو له لاسه ورکړي دي ؛خو لا تر اوسه هېڅ چارواکی زموږ د مرستې لپاره نه دی راغلی».

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په تېرو کلونو کې ورته پېښې په پاکستان کې ډېرې شوې دي.

په ۲۰۲۳ کال کې د د خېبر پښتونخواه ایالت د مانسهرې په سیمه کې د ګاز په یوه شرکت کې چاودنې هم درې کسان مړه کړي او څلور نور په کې ټپیان وو.

په ۲۰۲۲ کال کې بیا ورته یوه پېښه په ایبټ اباد کې هم شوې وه چې دوه کسان یې مړه او درې نور یې ټپیان کړي وو.

دغه پېښې یو ځل بیا په پاکستان کې نیوکې د خوندیتوب او پر خطرناکو مواده د څارنې د نشتوالي له امله جنجالي بحثونه راپورته کړي او حکومت یې په دې تړاو په ناغېړۍ تورن کړی دی.

نور خبرونه

رادیو