وېسټ انډیز ۳۵ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې له کوربه هېواد ټېسټ لوبه وګټله.
وېسټ انډیز دوهمه ټیسټ لوبه په دریمه ورځ په ۱۲۰ منډو وګټله او د ټېسټ لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.
وېسټ انډیز پاکستان ته د ګټلو لپاره ۲۴۵ منډې هدف ټاکلی و، خو په ځواب کې ټوله پاکستانۍ لوبډله په ۱۳۳ منډو وسوځېده، په دې توګه دا د ۱۹۹۰ کال راهیسې په پاکستان کې د ویسټ انډیز لومړۍ ټیسټ بریا وه.
په وروستی لوبه کې واريکن نهه ويکټې واخيستې او ټېسټ لوبو په دې لړۍ کې ۱۹ وېکټې اخیستې دي.
پاکستان لومړۍ ټیسټ لوبه په ۱۲۷ منډو ګټلې وه.
وېسټ انديز لوبډلې ۳۵ کاله مخکې د پاکستان په فیصل اباد کې د وېسټ انډیز پخواني افسانوي کپتان ډیسمنډ هینس په مشرۍ بریا ترلاسه کړې وه.
وېسټ انډیز پاکستان ته په۱۹۹۷ او ۲۰۰۶ کالونو کې د سفر پرمهال په لوبو کې کومه بریا نه وه ترلاسه کړې.