د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ ساعتونه مخکې

له پولیو خلاص افغانستان په نامه یو بنسټ خبر ورکړی، چې نن (د سلواغې اتمه) د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي.

دغه بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کمپاین به په سوېلي، سویل ختیځو، ختیځو، مرکزي، شمال ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې پیل شي.

دغه بنسټ وړاندې ویلي، چې دغه کمپاین په کندهار، هلمند، روزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې پیلېږي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
دغه سازمان وایي، چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې شته چې تېر کال په دغو دوو هېوادونو کې ټول ټال ۹۲ ماشومان په دغه ویروس اخته شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې له دې ډلې ۲۵ پېښې په افغانستان او پاتې ۶۷ یې په پاکستان کې لیدل شوې دي.
په دغو دواړو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د پاتې کېدو لوی لامل د واکسین سره د کورنیو مخالفتونه دي.
په ډېریو سیمو کې لاهم واکسیناتورانو ته د کورنیو له‌خوا اجازه نه ورکول کېږي، چې ماشومان یې واکسین کړي.

د طالبانو مشر د پولیو واکسین پر کمپاین تر څه مودې بندیز وروسته دغه کمپاین ته په مشروط ډول اجازه ورکړې چې له کور په کور څخه جومات په جومات کې ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو