د هېواد په درېیو ولایتونو جوزجان، غزني او ننګرهار کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د جلا جلا ترافیکي پېښو له امله اتلسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د جوزجان د سیمه ییزو مسوولانو په حواله راپور ورکړی، چې نن سهار د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د جوزجان - بلخ په عمومي سړک د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپيان دي.
د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د ګېلان ولسوالۍ په شاوخوا سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم - جلال اباد په لویه لار د موټرو د ټکر په پېښه کې بیا یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، د دغو پېښو ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي او وضعیت یې هم د قناعت وړ بللی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ترافیکو مشر څو ورځې مخکې وویل، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په څه باندې ۴ زره ترافیکي پېښو کې ۲ زره کسان مړه شوي دي.
حسیب الله مختار وایي، چې په دغو پېښو کې بیا شاوخوا ۷۰۰ نور ټپيان شوي هم دي.
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې دغه راز زیاته کړې، چې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه به تر راتلونکې یوې میاشتې د لوحو د نصبولو کار بشپړ شي.
د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه بیا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وویل، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د ټولو ترافيکي پېښو شمېر ۵ برابره زیات شوی شوی.
ايمرجنسي روغتون په خپل راپور کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ځمکې ښويېدل او د سړکونو د مقرراتو نه مراعت کول هغه لاملونه بللي، چې له امله یې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.